خبرونهټولنه

بدخشان کې د سېلابونو د راوتو له امله ۱۰ تنه مړه شوي

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې تېره شپه د سېلابونو د راوتو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د مرکز فیض اباد په مورچک او چتراق کلیو کې او د ارګو ولسوالۍ په پسي جر او درېجاني کلیو کې د تېرې شپې سېلابونو د راوتو له کبله د یوې کورنۍ ۱۰تنه مړه او د سیمې لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې وېجاړې شوې دي.

ورته وخت کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس انجنير ذبيح الله اميري باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله د مرکز فیض آباد – ارګو او بهارک ولسوالیو ترمنځ لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړي له مسافرینو په ځانګړې توګه د بار وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتي، چې تربلې خبرتیا پورې پر دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سېلابونو په بغلان، غور، فاریاب، هرات او یو شمېر نور ولایتونو کې سلګونو کسانو ته پر مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورونه، زرګونه جریبه ځمکه او لسګونه حیوانات تلف کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ځایي مسوولینو له ملي او بین المللي بنسټونو او سازمانونو غوښتي، چې مرستې او همکارۍ ته ور ودانګي او د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو لاسنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته