خبرونهاقتصادTOPټولنه

بغلان کې د سېلابونو د راوتو له امله ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي

کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر

د بغلان د دوشي او ډنډغوري ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې پرون(شنبه) سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۴۰۰ کورونه ویجاړ او سلګونه جریبه کرنیز فصلونه هم لمنځه تللي دي.

د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي هدایت الله همدرد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې تېر ماښام راوتو سېلابونو د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب، ظهرابي، چهارشنبې بازار ، ډنډغوري ولسوالیو او د پلخمري په شمرق او کارته اتفاق سیمو کې د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او ۴۰۰ کورونه قسماً ویجاړ شوي دي.

همدرد  زیاته کړه چې دا معلومات لومړني دي او د دوی ټيمونه په ټولو سېلاب ځپلو سیمو کې کار کوي څو د اوښتو ځاني او مالي  زیانونو کره جزیات په ډاګه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته