کابل، د غبرګولي ۶مه، باختر
د بغلان د دوشي ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې د مسوولینو پر وینا لسګونه کورونه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیز فصلونه هم لمنځه تللي دي.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي هدایت الله همدرد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېر ماښام راوتو سېلابونو د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب، ظهرابي، چهارشنبې بازار او د پلخمري په شمرق او کارته اتفاق سیمو کې یو شمېر کورونه بشپړ او ځینې هم قسماً ویجاړ کړي خو د ویجاړو شویو کورونو او خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو جزئیات په دقیق ډول نه دي په ډاګه شوي.
د کیله ګي د سیمې اوسېدونکو عابد شاه او نعیم الحق وویل، چې د سیلاب څپې ډیرې درنې او په ظهرابي سیمه کې یې د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي چې باید ورسره ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ترسره شي ځکه د خلکو په کورونه کې شته ټول توکي لمنځه تللي دي.