خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ټولګټو وزارت سرپرست د کابل – کندهار لويې لارې د پاتې برخو د اساسي بیا رغونې د چارو څخه لیدنه ترسره کړه

کابل، د غبرګولي ۵مه، باختر

د ټولګټو وزارت د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد عیس ثاني له لوري د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د اساسي ترمیم او بیارغونې چارو د ارزونې خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټولګټو وزارت سرپرست پرون میدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه لويې لارې د څلورو برخو له کاري بهير څخه لیدنه ترسره کړه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د یادې لویې لارې د اساسي ترمیم او بیا رغونې چارې په څلورو برخو ویشل شوې، چې لومړۍ برخه يې له کابل څخه پیل تر ارغندې سیمې پورې، دويمه برخه یې له دراني بازار څخه پيل د ميدان وردګو ولایت اړوند تر زرني سیمې پورې، درېيمه برخه يې له زرني سیمې څخه پیل د یاد ولایت د سيد آباد ولسوالۍ تر مرکز او څلورمه برخه يې د‌ سید آباد ولسوالۍ څخه پيل د ميدان وردګو ولایت تر عزيز قلعه سيمې پورې رسيږي، چې  د اساسي ترميم او بیا رغونې کار يې  څو ورځې وړاندې  پيل شوی دی او مالي لګښت يې د ټولګټو وزارت له بوديجې څخه ورکول کيږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوېو چې د ټولګټو وزارت سرپرست د يادو برخو اړوند قرادادي شرکتونو او مسؤلینو او د پروژو څارونکو ټيمونو ته لار ښونه وکړه، چې د کابل – کندهار لويې لارې د يادو برخو کار په ښه کيفيت او ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسوي.

د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تېر کال د يادې لویې لارې کار په ۷ برخو کې پيل کړی وو، چې اوس يې د کار د چټکتيا او غوره تطبيق په موخه په  بېلابېلو نورو برخو ويشلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته