کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دملي دفاع وزارت ځانګړو ځواکونو تيره شپه په ميدان وردګو کې د وسله والو
کسانو پرخلاف عمليات ترسره کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو د کوماندو ځواکونو تيره شپه دميدان وردګو ولايت دسيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو کسانو عمليات ترسره کړل او هغوى يي وځپل.
په دغو عملياتو کې دوه توغندي ويشتونکي ، شپږميله سپکې وسلې يوه اندازه چاوديدونکي توکې او نور پوځي وسايل په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ