امنیت

د سمنګانود امنیت امرشهید کړی شو.

ایبک باخترد تلې ۲۴
د سمنګانوولایت د امنیت امرتیره شپه شهیدکړی شو.
د سمنګانود والي ویاند محمد صدیق عزیزي باختراژانس ته وویل چې د لومړنیورپوټونوله مخې ددغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امرډګروال خواني طاهري له شپږوتنونورو پولیسانوسره له طالبانوسره په نښته کې د سمنګانود کوزدره صوف ولسوالۍ په زیرک کلي کې شهید کړی شو .
ده زیاته کړه چې په دې نښته کې وسله والو طالبانوته هم د سرزیان اوښتی دی خو دقیق شمیریي تراوسه پورې نه دی معلوم ،د کوزدره صوف یو اوسیدونکی وایی چې په دې نښته کې د سمنګانود پولیسو  امنیت امرپه ګډون څه نا څه لس تنه ملی او سیمه ییزپولیسان شهیدان شوي دي او د دوی یوه اندازه جنګي وسایل او زغروال تانک د طالبانولاس ته ورغلي دي.
هغه ادعاوي چې د سمنګانود والي د ویاند له خوا رده شوې ده ختم ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته