کابلباختر د زمري ١٣ مه
نهه وسله وال طالبان په زابل کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په شهرصفا او شاه جوى ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول، چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل، په دغو بريدونو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پاى ذ