امنیت

په شمال ختيځ زون کې ويجاړ شوي پوځي وسايط راټول اوترميمېږي

کابل د لړم٢٥مه/باختر
د شمال ختيځ زون په ولايتونوکې د ويجاړو شويو پوځي وسايطو د راټولولو او ترميمولو بهير دوام لري.
د کندز د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مطيع الله روحاني باختراژانس له خبريال سره په خبروکې وويل: د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د امر پر بنسټ د٢١٧ عمري قول اردو د قوماندانۍ ٩ويجاړ شوي ضربتي ټانکونه د شمال ختيځ زون له بېلابېلو ولايتونوڅخه راټول او له تر ميمولو وروسته دغه قول اردو ته سپارل شوي دي.
د کندزد اطلاعاتواوفرهنګ رييس وايي چې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان په ولايتونو کې د ويجاړوشويو پوځي وسايطو د راټولولو او ترميمولو بهير دوام لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته