ورزش

دهرات ښار ورزشي جمنازيوم بيا پرانستل شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢٣ :
دهرات ښار دميرويس صادق  ورزشي جمنازيوم  له بيا رغاونې وروسته پرون پرانستل شو او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دهرات ورزشي امر عبدالقيوم جامي باختراژانس ته وويل  دغه جمنازيوم دبيارغاونې  دولايتي ټيم په  مالي مرسته اودهرات ولايت دمقام اودولايتي  شورا په همکاري   د اويا زرو يورو په لګښت  په معياري ډول بيارغاول  شوي دي .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  ددغه جمنازيوم دپرانستلو په مراسمو کې دهرات  دولايتي ادارو رييسانو،دولايتي شورا رييس، له کابل  څخه دتکواندو او بدمنتون دفدراسيونونو رييسانو ، دهيواد اتل  ورزشکار نثاراحمد بهاوي  اويو زيات شمير ورزشکارانو ګډون کړي وو.
ديادونې   وړ ده چې  دشهيد ميرويس صادق جمنازيوم  څلورکاله  مخکې  په هرات ښارکې  جوړشو او ددرې  زرو تنو ننداره کوونکو ظرفيت لري  چې په دې وروستيو وختو کې دخبرابوالې له امله ورزشکارانو نه شواى کولاى  ورڅخه استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته