امنیت

په تخارکې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونیول شول

تالقان باخترد تلې ۱۱ مه
د تخار پولیسو دوه تنه په دغه ولایت کې د ۳۵ کیلوګرامونشه يی توکو د لیږدونې په تور ونیول .
د تخار د والي د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد جواد هجري باختر آژانس ته وویل چې پولیسو دغه دوه تنه د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د وتلو په دروازه کې ونیول چې غوښتل يې ۳۰ کیلو ګرامه هیرويین او ۵ کیلوګرامه اپین یې د یوه سراچه ډوله موټرپه واسطه له دغې ولسوالۍ څخه تالقانو ښارته ولیږدوي .
دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ په بهیرکې یو بل سړی هم د دیارلسو کیلو ګرامو هیرویینو په تور چې په یوه فولډر موټرکې ځای پرځای شوي وو، د تخار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مدیریت د موظفینو او د خواجه غار ولسوالۍ د پولیسو له خوا ونیول شو.
ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته