امنیت

دلوګرولايت دحج او اوقافو رييس ووژل شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٥ :
دلوګرولايت دحج او اوقافو رييس تير ماښام ووژل شو.
دلوګردوالي ويندوى دين محمد درويش باختراژانس ته وويل دلوګرولايت دحج او اوقافو رييس مولوي غلام رسول کله چې له جومات څخه دخپل کور په لور روان و، دلوګرولايت دمحمدآغې ولسوالۍ په واغجان  بازار کې ددوو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او شهيد شو.
درويش وويل تراوسه پورې  ددغې پيښې په اړوند څوک نه دې نيول شوى  خودبريد کوونکو دموندلو لپاره دپوليسو تحقيقات دوام لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته