کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د سمنګانو ولايت د پوليسو له خوا څه ناڅه ٩٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او په دې اړوند٤٤ تنه د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال عبدالحق شير زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نشه يي توکي ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ترلاسه شوي او د هغو د ليږدونې په تورڅلور څلويښت تنه چې د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونکي دي؛ هم د سمنګانو ولايت په عمومي لاره کې نيول شوي دي .
شيرزاده زياته کړه چې له نيول شويوکسانوڅخه ٣٤٣ کيلوګرامه هيروئين، ٤٩١ کيلوګرامه اپين، ١٠٠ کيلوګرامه چرس او څه ناڅه ٣٠٠ ليتره الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدير دغه راز زياته کړه: هغه دولس موټرونه چې دغه توکي پکې ځاى پرځاى شوي و؛ هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي.
0 1 دقیقه لوستل