امنیت

دغورماچ ولسوالۍ د پاکولو عمليات دوام لري

کابل باختردتلې دمياشتې ١٢نيټه  :
په داسې حال  کې چې دپوځيانو له خوا دغورماچ ولسوالۍ  له بيرته نيولو څخه   ٢٤ ساعته تيريږي  پوځيان په دغې ولسوالۍ کې  خپلو عملياتو ته دوام ورکوي.
ددغو عملياتو ددوام هدف دغورماچ په ځينو سيمو کې دپاتې شويو يرغلګرو موندل او دهغوى  له منځه وړل بلل شوي دي.
دغورماچ ولسوالۍ په دې  وروستيو وختو کې دطالبانو دډله ييز بريد په وخت کې  ددغې ډلې له  خوا نيول شوې وه  چې پرون سهار پوځيان د دغې ولسوالۍ  په بيرته نيولو بريالي شول.
په دې  جګړو کې  طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى  خو دقيق شمير يې  معلوم نه دى .
دهېواد په شمال لويديځ کې  دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې پوځيان اوس په غورماچ کې دپلټنې عملياتو  ته دوام ورکوي .
ده  وويل  دوسله والو  طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات ته هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته