خبرونهاقتصادTOPټولنه

د برېښنا د تولید، د سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

کابل، د غويي ۱۲مه، باختر

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، د سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو پر طرحو بحث شوی دی.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزار د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده ناسته کې د خصوصي سکټور له لوري په هرات کې د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا، په بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د غزني په مرکز کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، د هېواد په پنځو زونونو کې د کرنیزو کمپلېکسونو رامنځته کولو او همدارنګه په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو د طرحو په اړه هر اړخیز بحث شوی دی. 

په ناسته کې پر یادو موضوعاتو تر مفصلو بحثونو وروسته، ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره، د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو د ارزونې په موخه ګډې ناستې وکړي او خپل راپورونه دې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته