امنیت

له دولت سره دڅلورو طالبانو يوځاى کيدل .

څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دسولى له بهير سره يوځاى شول .

 دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه کسان له څو کلونو راپديخوا دهلمند ولايت په ناوي ولسوالۍ کې له دولت سره په مخالفت کې و او اوس له خپلو وسلو سره دسولى  له بهير سره   يوځاى شول .

    په هغې غونډه کې  چې جوړه  شوې وه  دهلمند والي ګلاب منګل  دپوليسو د٧٠٧ زون قوماندان پاسوال عصمت الله عليزي ، دسولى دعالي شورا  غړو ، ديني عالمانواو يو شمير قومي مشرانو ګډون کړي و .

   دهلمند والي وويل چې دغه څلور تنه دسولى دعالي شورا او قومي مخورو دهلوځلو له امله دسولى له  بهير سره  يوځاى شوي دي .

 دده د څرګندونو له مخې، يوزيات شمير وسله والو مخالفينو اوس دهلمند په بيلابيلو سيموکې چې شمير يې زرګونو تنو ته رسيږي له جګړې څخه لاس اخستي دي  او خپل عادي ژونديې پيل کړي دي

 دهلمند  والي وويل، له څو ډلو نورو مخالفينو سره هم په دغه ولايت کې خبري دوام لري چې په نږدي راتلونکي کې به هغوى هم دسولى  له بهير سره  يوځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته