کابل باخترد لړم دمياشتې٦نيټه : يوه ميرمن تيره شپه په فارياب ولايت کې دخپل بنزي له خوا ووژله شوه.دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول کريم يورش دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه ميرمن دميمنې ښارد څلورمي ناحيې دچرمګرۍ په کلي کې دخپل بنزي له خوا د چړې په ګوزارونو سره ووژله شوه. د وژل شوې ميرمنې ميړه وايي چې ميرمنه يې د زوى له خوايې د ونود پاڼو دراټولولو پرسرد شخړې له رامنځته کيدو وروسته ووژله شوه. يورش زياته کړه قاتل نيول شوى اوپه خپل جرم يې اعتراف کړى دى . دفارياب ولايت دبشردحقوقودرياست سرپرست حميدالله عظيمي وايي ؛ دروان کال په بهيرکې په دغه ولايت کې دښځو د وژنې او زندۍ کولو اووه ويشت مورده ثبت شوي دي . پاى سعيده
6 د یوې دقیقې څخه لږ