لښکرګاه باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه :
په هلمند ولايت کې د ملي اردو په سرتيرو ځانمرګى بريد وشو.
يوه ځانمرګي بريدګر نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې په بمونو بار خپل موټر د هلمندولايت د لښکرګاه ښار د امنيې قوماندانۍ په دويم قراول کې د ملي اردو د سرتيرو ترمنځ وچاوه .
د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د را رسيدلو خبرونوله مخې د دغه بريد له امله څلور تنه پوځيان شهيدان او څه ناڅه اته تنه نور ټپيان شوي دي .
په همدې حال کې په هلمندکې روغتيايي امبولانسونو د دغه ځانمرګي بريد له امله ملکي وګړو ته د سر د زيان د اوښتو خبر هم ورکړى دى.
د دغه خبر جزئيات وروسته خپريږي.
0 1 دقیقه لوستل