ورزش

د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ د ټيمونو ترمنځ دويمه لوبه ترسره کيږي

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د افغانستان د کرکټ پرمختيايي ټيم نن خپله دويمه لوبه د زيمبابوې د الف له ټيم سره ترسره کوي.
د کرکټ بورد وياند فريد هوتک باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان د کرکټ پرمختيايي ټيم په عربي متحده اماراتوکې د زيمبابوې له الف ټيم سره پنځه (يو ورځنۍ سيالۍ) په پام کې لري او په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ پرمختيايي ټيم د زيمبابوې ټيم ته د پنځو ويکټو په توپير سره ماتې ورکړه.
د هوتک د څرګندونو له مخې: په دې لوبه کې لومړى د زيمبابوې الف ټيم توب وهنه پيل کړه چې په ٢٨ آورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يوسلو يوويشت منډې يې د افغانستان د کرکټ پرمختيايي ټيم ته هدف وټاکه چې د افغانستان ټيم په اته ويشتو آورونو او د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره ټاکلي هدف پور کړ او د دغو پنځه ورځنيو سياليو لومړى لوبه يې وګټله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته