نړۍ

د اتو ريکټورونو د جوړولو لپاره دمسکو اوتهران د موافقې امکان

تهران رويترز  باختردجوزا دمياشتې ٢ :
له پنځه  جمع يو سره دايران  داټومي  مرکچي  دهيت يو  نږدې خبرځاى وايي
چې ښايي روسيه په روان  کال کې   ايران ته د اتو اټومي ريکټورونو دجوړولو
موافقه لاسليک  کړي.
د  رويترز د  خبري آژانس د خبرله مخې :  دغه خبرځاى  چې دنوم له  ښودلو
څخه  يې   ډډه   وکړه  وايي  امکان لري روسيه  په ر وان کال کې  له ايران سره
له څلورو څخه تر اتو پورې دريکټورونو  دجوړولو موافقه ليک لاسليک کړي
چې لومړى ريکټور به دبوشهر  په اټومي بټۍ کې جوړ شي .
لويديځ هېوادونه  انديښنه  لري چې په بوشهرکې به دسون لګول شوي توکي  داټومي وسلو په  جوړولو کې  وکارول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته