امنیت

دملي اردو دوه سرتيري دماين دچاودنې له امله ووژل شول

١٩ – کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

 دبادغيس  ولايت په مقر ولسوالۍ کې دماين چاودنې له امله دملي اردودوه سرتيري ووژل شول .

 دبادغيس  دملي امنيت رياست يو خبرځاى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل تيره شپه دملي اردو  دسرتيرو يو موټر چې دمقر ولسوالۍ  د خاک پلک  په کلي په يوماين  وخوت چې دچاودنې له امله يې دملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل شول او موټر يې يوڅه ويجاړ شو .

 دغه پيښه  په مقر ولسوالۍ کې  په داسې حال کې رامنځته  شوه چې يوه مياشت مخکې هم دملي اردو دسرتيرو  يو موټر په همدي ولسوالۍ کې په ماين وخوت او يو سرتيري پکې  وژل شوي  او دوه تنه نور ټپيان شوي  وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته