کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دنيمروز ولايت دپوهنې رياست داداري ودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه ودانۍ په دريو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول ددولت له بودجې څخه د١٩ مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې ودانۍ دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسمو کې دنيمروز والي انجنير محمد سميع ، دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې دپروګرام معين ، دولايتي شورا غړو او دمدنې ټولنې غړو ګډون کړي و .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ