امنیت

دکندز په چهار دره کې د طالبانو سنګرونه ويجاړ شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه دکندز ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو دامنيتي ځواکونو دبريد په بهير کې ووژل شول.
په کندز کې دکوماندو دځواکونو يو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل :ددغو بريدونو په بهير کې چې دهوايي ځواکونو په ملاتړ تر سره شول په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي دچهار درې ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې د طالبانو سنګرونه ويجاړ او له منځه وړل شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته