امنیت

د غور ولايت يوشمېرخلکو دملي پيوستون د پروګرام له آسانتياووڅخه ګټه واخيسته

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
په غور ولايت کې پرون څه د پاسه پنځور زروکورنيو د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياووڅخه ګټه واخيسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ٦١ مليونو ٢٣٥ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام ٥٢ ټولګتې پروژې د غور ولايت د ساغر، چارسدې، دولتيار او دوه لينه په ولسواليوکې بشپړې او د خلکو ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
په دغو پروژوکې د کرنيزو اوبو د زيرمو، محافظوي ديوالونو، د اوبو د بندونو، د اوبو د بريښنا د کوچنيو بندونو، د کرنيزو اوبو د کانالونو، د ټولنيزو مرکزونو او د پلګوټو جوړول، د لاسي بمبو په درولو سره د ژوروڅاګانوکيندل، د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو تمديدول، په کليوکې د سړکونو جوړول او د کريړ اچول شامل دي .
په غور ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام د فعاليتونو له پيل څخه تر اوسه پورې ٣٤٤٥ پرمختيايي پروژې د ترانسپورت، اوبو رسولو، بريښنا، معيشت او د کليو د پراختيا په برخوکې بشپړې کړې او د خلکو ګټې اخستنې ته يې سپارلې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته