انقره نيوز نو باخترمرغومي دمياشتې ٧ :
د سوريې د اردو يو جګپوړى قوماندان ترکيې ته تښتيدلى دى او د دولت له مخالفو ځواکونوسره يو ځاى شوى دى .
جنرال عبدالعزيز الاشلال په هغې وينا کې چې د العربيه ټلويزيوني شبکې له لارې خپره شوه؛ وويل: د سوريې د اردو له خوا دملکي وګړو د وژل کيدو په دليل له خپل هېواد څخه تښتيدلى دى .
د الاشلال دڅرگندونوله مخې: د اردو ماموريت د سوريې د ملت ساتنه ده، خو د سوريې اردو اوس ددغه هيواد په کليو اوښارونو کې دخلکو د وژنې په شبکې بدله شوې ده .
د سوريې د دولت مخالفين وايي چې جنرال الاشلال په سوريه کې د نااراميو له پيل څخه په پټه توګه له دوى سره همکاري لرله .
د وروستيو رارسيدلو خبرونوله مخې: د سوريې دولت ددغه هيواد په شمال کې وايي چې د دولتي ځواکونو د هاوان د ډزو له امله دشلو تنو ماشومانو په ګډون، څلويښت تنه وژل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل