کابل باختردلړم دمياشتې څوارلسمه :
دهيواد د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې چې په تيروڅليرويشتو ساعتونوکې ترسره شول؛ څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: دغه عمليات د هلمند، غور، فراه، پکتيا، غزني، قندهار، کندز او د نورستان د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې د څوارلسو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو برسيره اووه تنه ياغيان ټپيان او درې پنځوس تنه نور يې دهيواد د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه ددغه ولايتونو دپاکولو په مقصدترسره شوي و او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دپوليسو لاس ته ورغلې دي .
دغه راز ملي پوليسو درې ډول ډول ماينونه دکندز او زابل د ولايتونو له مربوطاتو څخه کشف او شنډ کړل .
ديوبل خبر له مخې: دکابل د امنيې قوماندانۍ ملي پوليسوپرون پنځه تنه دغلا په تور دپنځمې، اتمې او ديارلسمې حوزې له مربوطاتو څخه ونيول او له هغوى څخه تحقيقات دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل