امنیت

ديارلس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل/ د غويي٩مه / باختر
ديارلس وسله وال طالبان پرون د بلخ په چهاربولګ ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ په ثوريان کلي کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه په دغو عملياتو کې ٤ نور وسله وال طالبان ټپيان او٤٢ تنه د وسله والو طالبانو په ډله کې دغړيتوب په شک ونيول شول او د هغوى ٤ موټرسايکلونه هم په غنيمت ونيول شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته