امنیت

د يوه سړي مړى چې دميرمنې او کورنۍ له خوا وژل شوى وو ، وموندل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
دبلخ پوليسو ديوه سړي مړى   دده له کور څخه ومونده چې دده دکورنۍ له خوا وژل شوى دى.
دبلخ دپوليسو وياند شيرجان دراني دباخترآژانس  خبريال ته وويل ؛  ددغه سړى مړى  پرون د مزارشريف ښار ددويمې  حوزې دميرزاقاسم په سيمه کې هغه وخت  ترلاسه شو چې  کورنۍ يې  دوى ته دبيدرکه کيدو خبر ورکړى و.
دراني زياته کړه ؛  دغه سړى  درې ورځې مخکې  دزامنو په مرسته دميرمنې له خوا د تيشې په واسطه وژل شوى دى   او دکور په انګړکې پټ کړاى شوى و.
خبرځاى  زياته کړه  ددغې پيښې  علت کورنۍ تاوتريخوالى دى  او اوس دوژل شوي  دکورنۍ غړي دپوليسوله خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته