امنیت

د کابل په شمال کې دطالبانودچاوديدونکود يوې سترې ډيپو کشف

 دچاريکاروښار باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
د وسله والوطالبانو د چاوديدونکو توکو يوه ستره ډيپو د کابل په شمال پروان ولايت       کې کشف شوه.
دغې ډيپو دبګرام ولسوالۍ په قلعه بلند کلي کې موقعيت درلود چې دملي اردودځواکونو په عملياتو کې کشف شوه .
د هېواد په شمال کې دملي اردو يوه  جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل؛   له دغې ډيپوڅخه پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او يوشمير سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ده وويل؛ وسله والو طالبانوله دغو چاوديدونکو توکوڅخه د بمونو،ماينونو اوځانمرګو بريدونود ترسره کولو په خاطر د ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې ورڅخه استفاده کوله،   ددغې ډيپو دساتلو په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته