سیاست

حامدکرزي د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره وکتل

کابلباختر د اسد٦
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال هاستن سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د هېواد د امنیتي ځواکونو د پرمختګونو او بریالیتوبونو، د امنیتي تړون او د سیمه يیزو مسلو په اړه خبرې اترې وکړې.
جنرال هاستن د افغانستان د ملي اردو د پرمختګونو او بریالیتوبونو له امله خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې د افغانستان ملي اردو اوس د دې توان پیدا کړی دی چې په خپلواکه توګه د عملیاتو پلانونه طرحه او تطبیق کړي.
ده، د هېواد په بیلابیلو سیموکې د افغانستان د ملي اردو له خوا د عملیاتو د رهبرۍ  او ترسره کېدو له دې جملې څخه د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د هېواد د امنیتي ځواکونو په وروستیو عملیاتوکې د هغوی  د توان او وړتیا یادونه وکړه او د هغوی  ځواکمني یې وستایله.
همدا راز د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د افغانستان له ځمکنیو او هوایي ځواکونو سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې کتنه کې د هېواد جمهوررئیس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو مرستې له دې جملې څخه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالولو او روزنې په برخه کې همکارۍ یې  مهمې وبللې  او د هغو  پر پراختیا  باندې یې  ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته