نړۍ

په مرکزي افريقاکې په يوه ترافيکي پيښه کې ٧٧ تنه ووژل شول

تهران ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٥ :
د مرکزي افريقا په جمهوريت کې په يوه ترافيکي پيښه کې ٧٧ تنه ووژل شول او څه دپاسه ٦٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون  په بامياري  سميه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ټيلري موټر چې له اندازې څخه يې زياتې سپرلۍ لرلې،  چپه شو.
کارپوهانو ددغه موټر  د چپه کيدو علت تخنيکي ستونزې او له اندازې څخه زيات د سپرليو شتون وباله .
د دغې پيښې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت چې شمېر يې٦٠ تنه ښودل شوى دى، خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته