ورزش

نيکپا خپل لو مړۍ سيال ته ما تې ورکړه

کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه

دافغا نستان ملي جامى لروونکې تکواندوکارروح الله نيکپا دلندن دالمپيک په لو بوکې په خپله لو مړۍ لو به کې خپل سيال ته په اسا نى سره ماتى ورکړه

دباخترا ژانس دخبرله مخې روح  الله نيکپا دنارينه وو د تکواندو په اته شپيته کيلو ګرا مه ډله کې په يوه زړه پوري لو به کې خپل پولندي سيال مايکل لو نيو سکى ته دپنځو په مقا بل کې په دوولسو سره ماتې ورکړه اود سياليو را تلونکى دورى ته لاره و مو ندله

د هيواد  ملي جامى لروونکى لو بغاړى دلو بى لو مړى پړاو ديوې په مقا بل کې په دوو، دويم پړاو  ددوو په مقا بل کې په دريو او په دريم پړاو کې ددوو په مقا بل کې په اوو سره پاى ته ورسا وه

روح الله نيکپا نن شپه په اتو بجو او پنځلسو دقيقو له خپل ايراني   سيال

     ملي جامى لروونکى محمد باقرى معتمدى سره د تکواندو په وروستې څلورمه دوره کې مبار زه کوي

روح الله نيکپا دپيکنګ د ٢٠٠٨ کال دالمپيک په سياليو کې دژيړو مډال تر لاسه کړي و

 داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او باخترا ژانس دتکواندو د لو بي په لو مړۍ پړاو کې دروح الله نيکپا دبرياليتو ب له ا مله دينداروهيواد والو ته مبارکي وايي اود لوى خداى (ج) له در بار څخه دلندن دلو بو په دوام کې دده دزيا تو برياليتوبونو هيله کوي     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته