امنیت

په کاپيسا کې ديوه بې درکه شوي سرتيري دموندلو لپاره پلټنې .

کابل باختر دتلي دولسمه:
دملي پوليسو يو افسر په کاپيسا ولايت کې بې درکه شوى دى .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ اوپراسيون آمر اسد الله ددغه خبر په تاييدولوسره دباختراژانس خبريال ته وويل په کابل ولايت کې دملي پوليسو   افسر  ميلاد چې دنيکمرغه  لوى اختر له رخصتۍ څخه په استفادې سره له خپلې کورنۍ سره دليده کاته په مقصد  دکاپيسا ولايت ته ورغلى و درخصتي  له پاى ته رسيدو وروسته کله يې چې غوښتل په خپله دنده کې حاضر شي  دکابل _ محمود راقي  په لاره کې بې درکه شوى دى .
ده څرګنده کړه چې ددغه افسر دموندلو لپاره دکاپيسا دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته