کابل باختر دلړم اوومه :
افغان امنيتي ځواکونو دهيواد په څو ولايتونوکې پرون دامنيتي فعاليتونوپه بهير کې اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : افغان امنيتي ځواکونو دلغمان ، قندهار ، زابل او دارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې يولړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي څلور تنه ټپيان او يو تن نيول شوى دى .
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او يوولس ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو نهه ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا نوي د پروان او ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړى شوي وو ، کشف او شنډ کړل .
0 1 دقیقه لوستل