فرهنګ

ملي امنيت يو تاريخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپاره

کابل باختر د وري پنځمه :
د بودي ستوا يوه مجسمه نن د ملي امنيت د لوى رياست استازي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين سيد مصدق خليلي ته وسپاره.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين ددغه اثر د سپارلوپه وخت کې وويل: د لرغون پوهنې کميټې د لومړنيو تحقيقاتواونظر له مخې دغه اثر د ناستې په حال کې د بودي ستوا يوه مجلسمه وه او ښايي له يوولسمې څخه تر ديارلسمې ميلادي پيړۍ پورې اړه ولري. 
د يادوني وړ ده: په دې مجسمه کې د ګندهارا او هم دهندي هنر بليګې کارول شوې دي.
خليلي زياته کړه چې دلرغون پوهنې کميټه ددغه اثر د مشخصاتو د لازيات روښانه کيدو په خاطر زياتې څيړنې او تحقيقات ترسره کوي. ترڅو معلومه شي چې په کومې مشخصې تاريخي دورې پورې اړه لري او څه ډول هنري کار پرې شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين د ملي امنيت له لوى رياست څخه مننه او قدرداني وکړه چې د تاريخي آثارو دکيندنو اوقاچاقو په مخنيوي کې يې تل د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کړې ده او په سلګونو لرغوني آثار يې له قاچاق وړونکوڅخه ترلاسه کړي دي او په ملي موزيم کې د ساتنې په مقصديې دغه وزارت ته سپارلي دي.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست استازي محمدقيس قيومي وويل چې دغه تاريخي اثر دکابل ولايت په مربوطاتوکې د پلورنې په وخت کې له دوو تنو قاچاق وړونکو سره دملي امنيت د موظُينو له خوا لاس په لاس ونيول شو او په دې اړوند تحقيقات دوام لري .
دغه اثر د ملي امنيت د لوى رياست د استازي حميدالله جوزجاني له خوا په داسې حال کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغون پوهنې رييس عبدالقدير تيموري هم حاضر و؛ د دغه وزارت دفرهنګي چارومعين سيد مصدق خليلي ته وسپارل شو او دفرهنګي چارو معين دغه اثر په ملي موزيم کې د ساتنې په مقصد دملي موزيم رييس عمرا خان مسعودي ته وسپاره.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته