کابل باختر دوږي دولسمه :
د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د نويو هوايي بريدونو له امله داعشيانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
دغه بريدونه په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د داعشيانو په سنګرونو شوي دي .
لومړى بريدونه تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په څه ناڅه څلورو پټنځيو ترسره شوي دي .
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې د داعش دډلې اووه تنه غړي وژل شوي او يوشمېر نور يې هم ټپيان شوي دي .
ده وويل چې دغه بريدونه په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په څه ناڅه څلورو پټنځيو ترسره شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې د داعشيانو يو پټنځى د هغوى د جنګي وسايلو له څو ډيپوګانو سره له منځه تللى دى .
ديوبل خبر له مخې:
شپږ تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د دوى په سنګرونو د افغانستان د هوايي پوځ په بمباريوکې وژل شوي دي .
په دغو داعشيانو نن سهار کله چې د يولړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت وو؛ بريدونه وشول .
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو جګپوړى قوماندان وايي چې په دغو هوايي بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور تنه داعشيان نن سهار په روداتو ولسوالۍ کې د هوايي بريدله امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو په داسې حال کې چې په موټرسايکل سپاره په خپلو تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ بريدونه وشول .
دغه راز ويل کيږي چې د داعش د ډلې درې تنه غړي په اچين ولسوالۍ کې د پوځيانو د ډزو له امله ووژل شول .
په دغو داعشيانو کله يې چې غوښتل پاکستان ته وتښتي؛ بريدونه وشول .
0 1 دقیقه لوستل