کابل / دوږی ۷مه / باختر
په خواشینۍ سره چې د کندهارولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د لوی کاریز اړوند سیمه کې نن د طالبانو ډلې له لوري د اېښودل شويو ماینونو په دوه جلا چاودنو کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د یادو پېښو د سخت غندلو پرمهال یو وار بیا پر طالبانوغږ وکړ چې دپردیو په لمسون په لویو لاروکې د ماینونو له اېښودلو او پر عامو خلکو له تروریستي بریدونو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه دي، لاس واخلي.
جمهوررئیس غني یو ځل بیا په ټینګار وویل، طالبانو ډله دې د جګړې، تاوتریخوالي او وینې بهونې پرځای دایمي اوربند او سولې ته چې زموږ د ولس، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، غاړه کېږدي او ژر تر ژره دې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغو چاودنو د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.