جلال آباد باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول.
دغه کسان نن سهار کله چې غوښتل ١٦ کيلوګرامه اپين له جلال آباد څخه د تورخم په لويه لاره د مارکو بازار ته وليږدوي، ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شويوکسانو د نشه يي توکو انډي په ماهرانه ډول په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و.
ده تائيد کړه چې له دغو انډيوڅخه ١٦ کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ