امنیت

په ننګرهار کې دنويو نښتوله امله ددرې ديرشو تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
درې ديرش تنه داعشيان  په ننګرهارولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په تيرو ٢٤ ساعتو کې داچين ، دُربابا، کوټ اودهسکې مينې  په ولسواليو کې بريدونه شوي دي،.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل په دغو بريدونو کې درې ديرش تنه داعشيان  وژل شوي دي.
ده وويل دغه داعشيان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې پوځيانو او کليوالو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په ننګرهار ولايت کې پوځيان ديولړ چاودنو په مخنيوي بريالي شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  امنيتي مامورينو نن سهار دسيمې دخلکو په همکارۍ  څه ناڅه شپږ ماينونه  دننګرهار ولايت  په ګڼ ميشتو لارو کې کشف اوشنډکړل .
دننګرهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى وايي چې ددغو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته