امنیت

څلور تنه ملکي وګړي په قندهار کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول .

کابل باختر  دزمري ١١:
څلور تنه ملکي وګړي په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله  ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو نن سهار  په خاکريز ولسوالۍ کې دماين چاودنه وشوه .
دقندهار ولايت يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ددوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغه ماين دښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندولو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې  دماينونو په ښخولو لاس  پورې  کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته