فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددغه وزارت دپروژو دعملي کولو دکار دبهير په ګړندي کولو باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د ثور  ٣١:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  نن داترا دمخابراتي خدمتونو دتنظيم  له مرستيال سره په کتنه کې   ددغه وزارت  دپروژو دعملي کولو دکاردبهير دګړندي کولو په اړوند  خبرې وکړې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په پروژو کې په يوه وخت دهېواد په پنځو زونونوکې  ددرې ډوله اخبارونو چاپول ، له فايبر نوري سره دمرکزي  عامه کتابتون پيوستون ، او دغه راز  په کمپيوتري وسايلو  دملي ارشيف  سمبالول دي .
په دې کتنه کې  په داسې حال کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاران ډاکترطارق رشاد ،  ليلا ساماني او جعفر راستين ، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت ستر سلاکار ډاکتر ويس  تره کي او ملګري هيئت يې هم حاضر و،داترا دمخابراتي خدمتونو دتنظيم مرستيال  انجنير نقيب الله سيلاب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپروژو دعملي کولو دکار په اړوند پوهاند باورې ته  معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه  چې دغه پروژې په بودجه کې  شاملې دي  او لګښت يې  شل مليونه افغانۍ  کيږي .
  پوهاند باوري  ددې تر څنګ چې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  داترا دادارې  دهمکاري له امله قدرداني وکړه ددغو پروژو دعملي کولو دکار دبهير په ګړندي کولو  باندې  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې  تطبيقيږي .  تينګار وکړ . ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته