امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول .

کابل – باختر دليندۍ اووويشتمه :
د قندهار ولايت په شورابک ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په بهيرکې د دريو تنو قوماندانانو په ګډون، پنځه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دغه عمليات يوه اوونۍ مخکې دطالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصد پيل شوي وو او پرون په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
د قندهار ولايت دسرحدى پوليسو قوماندان تفسيرخان خوږياڼي باختر آژانس ته وويل : ددغو عملياتو په بهيرکې دپنڅه ويشتو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربېره، دطالبانو پټنځي هم له منځه تللى او يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته