امنیت

دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي عاملين دې مجازات شي .

کابل باختر دکب دمياشتې  ٢١ :
دباميانو ولايت دمدنې ټولنې  فعالينو او خبريالانو نن   په يوه غونډه کې  په بلخ ولايت کې  ديوخبريال دډبولو  اوکابل کې ديو بهرني خبريال  دوژل کيدو دعاملينو دمجازاتو غوښتنه وکړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې غونډۀ کې دباميانو ولايت دمدني ټولنې فعالينو او خبريالانو  له دولتي مقاماتو څخه وغوښتل چې په بلخ ولايت کې ديو خبريال دډبولو اوپه کابل کې ديو بهرني خبريال دوژل کيدو عاملين وپيژني  اودقانون منګولو ته  دې وسپاري .
څو ورځې  مخکې يو خبريال په بلخ ولايت کې دناپيژندل شويو کسانوله خوا ووهل شو او وډبول شو اوپرون   يو بهرنى خبريال  دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا دکابل ښار دوزير محمداکبرخان مينې په سيمه کې په ډزو سره ووژل شو.
په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير په يوه پيغام کې دهيواد له امنيتي ارګانونو څخه  غوښتي دي چې ددغو پيښو دعاملينو په پيژندنې  او نيولو کې  هڅه او هاند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته