سیاست

ډاکترعبدالله: د يو اصل په توګه د انتخاباتي قانون اوبنسټونو په اصلاحاتو ژمن يو

 کابل باختر د ثور دمياشتې ١٠ :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان له استازي، داروپا داتحاديې له سفير او د امريکا او بريتانيا د هېوادونو د سفارتونو له شارژدافيرانو سره وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په هېوادکې دانتخاباتي اصلاحاتو د بهير او د افغانستان له انتخاباتوسره د مرستندويو هېوادونو د مالي او تخنيکي مرستې د څرنګوالي په باب خبرې وشوې .
د ملګرو ملتو د سازمان استازي او د امريکا او بريتانيا دهېوادونو شارژدافيرانو او د اروپا د اتحاديې سفير په دې کتنه کې يوځل بيا په افغانستان کې دانتخاباتي نظام داصلاحاتو په اصل او د اصلاحاتو په اصل پورې د دغو هېوادونو دمرستو په مشروط والي باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه: په افغانستان کې دانتخاباتوله بهير سره مرستندوى هېوادونه په جدي توګه دانتخاباتي نظام داصلاح او په دغه هېواد کې انتخاباتو ته د اعتبار د ستنولو غوښتنه  کوي او د سياسي موافقه ليک له مفادوسره سم د انتخاباتي اصلاحاتو د کميسيون د کار د پيل ملاتړ کوي .
اجرائيه رييس وويل: د يو اصل په توګه د انتخاباتي قانون او بنسټونو په اصلاح ژمن يو او د اصلاحاتو کميسيون په ډير لنډ ممکن وخت کې په دې لاره کې خپل کارونه پيلوي.
اجرائيه رييس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: د ملي وحدت حکومت دهغه سياسي  موافقه ليک په تطبيقولو چې انتخاباتي اصلاحات يې يوه مهمه مولفه بلل کيږي؛ ژمن  دى او له مرستندويو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې په دغه هېوادکې دې  د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو د بهير ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته