امنیت

په غزني کې دناټو دبمباري له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٧ :

په غزني کې دناټو دجنګي الوتکو دبمباري له امله يوه ځوانه نجلۍ او درې تنه نورملکي وګړي ټپيان شول.

دغه پيښه  تيره شپه داندړو ولسوالۍ په شيني کلي کې رامنځته شوه.

دسيمي اوسيدونکو دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې ټپيان ديوې کورنۍ غړي دي.

په همدي حال کې دده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان فيض محمدتوپان چې دپيښې سيمي ته څيرمه ده دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  چې ناټو غوښتل په دغه هوايي بريد کې په يوې ډلې وسله والو طالبانو  چې په دغه کلي کې پټ شوي و بريد وکړي.

دده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي  چې دغه  ډله وسله وال طالبان په داسې حال کې  چې دناټو دځواکونو ترنظر لاندې داندړو له ولسوالۍ  څخه دده يک  ولسوالۍ ته دتيريدو په وخت کې دهوايي بمباري له امله دغه کلي ته ننوتي  وو.

دفيض محمدتوپان دڅرگندونوله مخې  دناټو دجنګي الوتکو په دغه بريد کې يوه ځوانه نجلۍ  دخپلې کورنۍ له دريو تنو نورو غړو سره ټپي شوې ده .

عيني شاهدان وايي چې ددغو بمباريو په بهيرکې ددغې کورنۍ کور هم ويجاړشوي دي.

په همدي حال کې دغزني ښار دمرکزي روغتون ډاکترانو ديوتن ټپي روغتيايي  حالت خراب بللى دى.

دناټو ځواکونو تراوسه پوري  په دې  اړوند نظر  نه دى څرگند کړي  دناټو هوايي بمباري تل دافغانستان دخلکو له غبرګون سره مخامخې شوي دي هغه بمباري چې ملګي وګړي قرباني کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته