امنیت

په هلمند کې په لسګونو تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٨ :
په لسګونو تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دنويو جګړو په بهيرکې ووژل شول  او يوشميرنور يې ټپيان شول.
دغه جګړې  په وروستيو ٢٤ ساعتو کې دسنګين او نوزاد په ولسواليو اودلښکرګاه ښار ته څيرمه رامنځته شوي دي.
دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په دې  جګړو کې ٣٦تنه  وسله وال  طالبان وژل شوي دي او څه ناڅه  ٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي چې بهرني  جګړه ماران هم په وژل شويو او ټپيانو کې شامل دي.
زياتره دغه جګړې  دوسله والو طالبانو په پټنځي   دپوځيانو له يرغل وروسته  رامنځته شوې.
له بله پلوه ويل  کيږي چې په دې  جګړو کې پوځيان  دډار اچوونکو له شتون څخه دڅو کليو په پاکولو بريالي شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي  دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په  کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې  په سنګين ولسوالۍ کې دطالبانوپه پټنځي کې ساتل کيدې.
دهلمند ولايت يوه امنيتي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې  له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته