جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
دداعش دډلې ٤٠ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې په نويو نښتو کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په تيرو دوو ورځو کې دننګرهار ولايت دهسکې مينې ، دُربابا، کوټ او د اچين په ولسواليو کې بريدونه شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دغو بريدونو کې٤٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ده وويل چې په دغو داعشيانو له ځمکې او هوا څخه د دوى په پټنځيو او هم د ډار اچوونکو فعاليتونوپه وخت کې بريدونه شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د ننګرهار ولايت د پچيراو آګام، اچين او کوټ په ولسواليو کې د داعش د ډلې د جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې کشف شوې .
ويل کيږي چې په دغو ډيپوګانوکې څو سپک او درانده جنګي وسايل اويوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل