امنیت

شل کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې شل کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
د ٢٠٩ شاهين  قول اردو دلومړي پلې لوا وياندجګړن محمد رضا رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل .دغه کلي دملي اردو دلومړي پلې لوا په مشرۍ دملي پوليسو دقطعاتو په ګډو هلوځلو سره دشمشير – ٧ په نامه دچاڼيزو  عملياتو په بهير کې چې له شنبې  ورځې  څخه پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري  په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي.
ده وويل. په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي او شپږ ماينونه دملي اردو دماين پاکولو  دټيم له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته