امنیت

جمهور رئیس غني په لوګر ولایت کې ځانمرګی برید په سختو ټکو وغانده

کابل_باختر د زمري د مياشتې ١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د چټک غبرګون قطعې ته څېرمه ځانمرګی برید په سختو ټکو وغانده. په دغه ناوړه برید کې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل: د بې ګناه خلکو وژل، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه ولایتي شورا ته راغلي وو، نه بښوونکی عمل او ستر جنایت دی چې په هیڅ دین او قانون کې توجیه نه لري.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربارکې د بشپړې روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته