کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
په هرات ولايت کې دطالبانو يو مشهور قوماندان د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې له خپلو نهو تنو افرادو سره و وژل شو.
په ملا عبدالله اکبري تيره شپه ناوخته د ګذرې ولسوالۍ د سيوشان په سيمه کې په داسې حال کې چې په خپل پټنځاى کې د ترورسيتي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و د اردو د ځواکونو له خوا بريد وشو او و وژل شو.
په هرات ولايت کې د ملي اردو دځانګړو ځواکونو يو قوماندان ډګروال نقيب الله بلوڅ باختر آژانس ته وويل : ددغو عملياتو په بهير کې ملا عبدالله اکبر له خپلو نهو تنو افرادو سره ووژل شو .
عبدالله اکبرى په هرات کې دطالبانو د ډلې دخطرناکو قوماندانانو په توګه ياديده.
په ګڼ ميشتو لاروکې د بمونو او ماينونو ايښودل ، دسيمه ييزو مشرانو او مقاماتو ترور، دهرات دخلکو ځورونه او وسله وال بريدونه ددغه قوماندان په لارښودنه ترسره کيدل .
دهرات سيمه ييز مقامات وايي دطالبانو ددغه قوماندان په وژل کيدو سره به په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه شي.
0 1 دقیقه لوستل