امنیت

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تېره شپه د نورګل ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ٦ ډار اچوونکي وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه ډار اچوونکي د پوځيانو د سپرلۍ پر کاروان د بريد په وخت کې د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د کونړ له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٦ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته